مكه 21 جنوري (اے پي پي) د انډونېزيا پلار زوې په موټر سائيكل 20 زره كلوميټره سفر كولو سره مكې ته رسېدلي دي. دې پلار او زوي د ګڼ شمېر هېوادونو نه تېرېدو سره خپل سفر په اتو مياشتو كښې ترسره كړے. د انډونېزيا سېلګري ليليك وئيلي دي چې هغه د لسو هېوادونو نه تېرېدو سره سعودي ته رسېدلې. د ليليك دا خوب و چې هغه د هغې پاكې خاورې سفر كولو سره د هغه مقام زيارت وكړي كوم طرف ته چې هغه پنځه وخته لمونځ ادا كوي.