مردان٬ د انډر 19 والي بال جام لپاره ټرائلز به (نن) پېل كېږي

پېښور 20 جنوري (اے پي پي ) د ډسټرکټ سپورټس مردان په نګرانۍ كښې پېل كېدونكې انډر 19 والي بال جام لپاره د رستم تحصيل لوبډلې لپاره ټرائلز به (نن) د نهې په ورځ د رستم په ګرٶانډ كې كېږي۔ د ډويژنل سپورټ چارواكو ټرائل كښې برخه اخستونكو لوبغاړو ته امر كړې چې لوبغاړي دې خپل شناختي كارډ٬ يو پاسپورټ سائز عكس او نور سندونو سره په ټرائلز كښې خپل ګډون باوري كړي۔