جدہ۔16جنوری(اے پی پی) د سعودي عربستان بېلو سيمو كښې 6 لسيزو څخه بند 5 پخواني تاريخي جوماتونه د رنګ روغن څخه وروستو يو وارې بيا لمونځ ګزارو له پرانستلې شوي۔ د العربيه نيوز له مخې سعودي عربستان كښې د ولي عهد شهزاده محمد سلمان د تاريخي جوماتونو رنګ روغن او مرمت منصوبې په اولني پراؤ كښې د مكې مكرمې او الباحه تاريخي او پخواني جومات لمونځ كوؤنكو لپاره يو وارې بيا پرانستلې ۔ د ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان د دې عزم له مخې د سعودي عربستان په بېلو سيمو كښې د 130 جوماتونو د كلتوري ورثې په توګه بحالولو سره د لمونځ ګزارو لپاره پرانستلې شي