په هند كښې د كمياوي توكو په كارخانه كښې په چاودنه كښې 8 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي

نوې ډيلې 12 جنوري (اے پي پي) په هند كښې د كمياوي توكو په كارخانه كښې په چاودنه كښې 8 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي. د خبر له مخې دا پېښه په ممبئي كښې د كمياوي توكو په كارخانه كښې رامېنځ ته شوې. د چاودنې نه پس په اور ولګېدو او ټولې ودانې ته ورسېدو. د كارخانې ذريعو له مخې اور پاور يونټ سره نزدې د المونيم شيټ په وجه لګېدلې.