هېثم بن طارق د اومان نوے باچا وټاكل شو

مسقط 11 جنوري (اے پي پي) د اومان د سلطان قابوس د مړينې نه پس د هغه د تره زوې هېثم بن طارق د هېواد نوے باچا ټاكل شوے. د عمان سركاري ټي وي له مخې د سلطان قابوس د تره زوې او د كلتور وزير هېثم بن طارق سعيد د اومان نوے سلطان ټاكل شوے دے. د خبر له مخې شاهي كورنۍ هېثم بن طارق سعيد د هېواد د نوي سلطان په توګه ټاكلې دے. هېثم بن طارق په كال 1956م كښې د اكتوبر په 13مه نېټه زېږېدلې.