د اومان باچا سلطان قابوس په حق ورسېدو

مسقط 11 جنوري (اے پي پي) د خليجي هېواد سلطنت امان باچا سلطان قابوس بن سعيد په حق ورسېدو. ارواښاد د څه مودې نه ناروغه و. د عرب مېډيا له مخې د سلطنت اومان د اولس مشرې ماڼې لخوا د خالي په سهار جاري شوي بيان كښې د سلطان بن قابوس بن سعيد د مړينې اعلان شوے. د سلطان قابوس د مړينې په سبب په ټول هېواد كښې درې ورځو لپاره د غم اعلان شوے او تر راتلونكو 40 ورځو به د هېواد بېرغ ټيټ ساتلې شي. سلطان قابوس په كال 1970م كښې د جولائي په 23مه نېټه اقتدار سنبال كړے و. ده په دې موده كښې په لويه پېمانه اصلاحات وكړل. د هغه سياسي، اقتصادي، پوځي، سماجي او كلتوري اصلاحات به تل د قدر په سترګه كتلې شي.