عراق او ایران ته تلونكي يو شمېر ايئر لائنز پروازونه منسوخ كړې شول

بغداد ۔ 9 جنوری (اے پی پی) عراق كښې په ايراني جنرال قاسم سلېماني د امريكائي بريد او دې څخه وروستو د شورؤ په ورځ عراق كښې په امريكائي پوځ د ايران لخوا د توغندو بريدونو نه وروستو يو شمېر سيمه ايزو او نړيوالو ايئر لائنز خپلې لارې بدلې كړې دي۔ د العربيه نيوز چېنل له مخې امارات ايئر لائنز او فلائي دبئي دبئي څخه بغداد او بغداد څخه دبئي …

بغداد ۔ 9 جنوری (اے پی پی) عراق كښې په ايراني جنرال قاسم سلېماني د امريكائي بريد او دې څخه وروستو د شورؤ په ورځ عراق كښې په امريكائي پوځ د ايران لخوا د توغندو بريدونو نه وروستو يو شمېر سيمه ايزو او نړيوالو ايئر لائنز خپلې لارې بدلې كړې دي۔ د العربيه نيوز چېنل له مخې امارات ايئر لائنز او فلائي دبئي دبئي څخه بغداد او بغداد څخه دبئي له خپل پروازونه منسوخ كړې دي۔ د بحرېن ګلف ايئر هم بغداد او النجف لپاره او دغه ځائې څخه منامه له خپل پروازونه منسوخ كړې دي۔ مصر ایئر هم حفاظتي تقاضې نظر كښې نيولو سره بغداد لپاره خپل پروازونه منسوخ كړې دي۔ بلخوا فلائي دبئی دې پلو پام ګرځولې دې چې كوم مسافر د پروازونو منسوخ كېدو له امله ځپلې شوي دي هغوي اړوندو چارواكو سره پرله پسې رابطه كښې دي۔ په دې لړ كښې امريكائي اېوي اېشن اتھارټي د عراق او ايران په فضائي حدونو كښې د پرواز په كولو د بندېز لګولو اعلان كړې دې

مزید خبریں