بیجنګ 06 جنوری(اے پی پی) چین كښې د پاكستان سفيرې نغمانه هاشي وئيلي دي د سي پېك د دوهم پړاؤ پېل په زړه پورې ډول شوې په كوم كښې چې د پاكستان په بېلو منطقو كښې اقتصادي سيمې جوړولې شي۔ په چين پاكستان تجارتي لوظنامه II عملدرآمد پېل شوې۔ د ګل په ورځ ميډيا سره خبرو كښې دې ووئيل د چين پاكستان آزادې تجارتي لوظنامې له مخې كسټم ډيوټي كښې …
چين كښې د پاكستان سفيرې نغمانه هاشمي ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
بیجنګ 06 جنوری(اے پی پی) چین كښې د پاكستان سفيرې نغمانه هاشي وئيلي دي د سي پېك د دوهم پړاؤ پېل په زړه پورې ډول شوې په كوم كښې چې د پاكستان په بېلو منطقو كښې اقتصادي سيمې جوړولې شي۔ په چين پاكستان تجارتي لوظنامه II عملدرآمد پېل شوې۔ د ګل په ورځ ميډيا سره خبرو كښې دې ووئيل د چين پاكستان آزادې تجارتي لوظنامې له مخې كسټم ډيوټي كښې آسانيو سره به د څېزونو بيعه كمه شي۔ دې ووئيل پاكستان غله برآمد كوؤنكې يو مهم هېواد دے ځكه پاكستان چين ته غله برآمد كولو سره په زړه پورې نتيجې ترلاسه كولې شي۔ دې ووئيل د پاكستان قطبي او سوئيلي سيمې د معدنياتو بلها پنګې لري كومو څخه چې د چينائي تجارتي ادارو او نوې ټېكنالوجۍ په مرسته د قيمتي كانړو صنعت د پرمختګ په لاره روانېدې شي










