سرينګر 05 جنوري (اے پي پي) د كنټرول لائن په دواړو خوا او په ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريانو د خپلواكې د حق ورځ دې عزم سره ولمانځله چې د هند د تسلط نه تر مكمل آزادۍ به هڅې په هر صورت روانې ساتلې شي. د كشمير مېډيا سروس له مخې د دې ورځې لمانځلو مقصد نړيوالې ټولنې ته وريادول دي چې د اوو لسيزو نه زياته موده وشوه خو …
د كنټرول لائن په دواړو خوا او په ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريانو د خپلواكې د حق ورځ ولمانځله

مزید خبریں
سرينګر 05 جنوري (اے پي پي) د كنټرول لائن په دواړو خوا او په ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريانو د خپلواكې د حق ورځ دې عزم سره ولمانځله چې د هند د تسلط نه تر مكمل آزادۍ به هڅې په هر صورت روانې ساتلې شي. د كشمير مېډيا سروس له مخې د دې ورځې لمانځلو مقصد نړيوالې ټولنې ته وريادول دي چې د اوو لسيزو نه زياته موده وشوه خو د جمو كشمير په اړه د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي نه كړې شول. د دې ورځې په مناسبت په ټوله نړۍ كښې لاريونونه، سېمينارونه او كنفرنسونه وشول چې دغسې ملګرو ملتونو ته ورياده كړې شي چې هغه د كشمير شخړې حل لپاره خپل قراردادونه عملي كړي او كشميريان د هند د جبر او استبداد څخه بچ كړې شي. د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د جنورې په 5مه نېټه كال 1949م كښې يو قرارداد منظور كړے و چې پكښې د كشميريانو د خپلواكۍ حق تسليم كړے شوے و خو د افسوس خبره ده چې تر اوسه دا قراردادونه عملي نه شول او كشميريان اوس هم د هند جبر او ظلم سره مخ دي.








