لاپاز 04 جنوري (اے پي پي) د لاطيني امريكې په بوليويا هېواد كښې سترې محكمې سږكال د مئي په دريمه نېټه په هېواد كښې د ټولټاكنو كولو پرېكړه اورولې. د دې هېواد د سترې محكمې نائب صدر آسكر كېسينټوفېل له مخې په بوليويا كښې به ټولټاكنې د مئي په دريمه نېټه كېږي او د دې سركاري اعلان به د ګل په ورځ كولې شي. په دې هېواد كښې د دې …
په بولېويا كښې به ټولټاكنې د مئي په 3مه نېټه كېږي

مزید خبریں
لاپاز 04 جنوري (اے پي پي) د لاطيني امريكې په بوليويا هېواد كښې سترې محكمې سږكال د مئي په دريمه نېټه په هېواد كښې د ټولټاكنو كولو پرېكړه اورولې. د دې هېواد د سترې محكمې نائب صدر آسكر كېسينټوفېل له مخې په بوليويا كښې به ټولټاكنې د مئي په دريمه نېټه كېږي او د دې سركاري اعلان به د ګل په ورځ كولې شي. په دې هېواد كښې د دې نه وړاندې تېر كال د اكتوبر په مياشت كښې ټولټاكنې شوې وې خو د مخالفې ډلې ګوندونو د درغلې تور لګولو سره دا ټاكنې رد كړې وې او د دې نه پس اولس مشر استعفٰی وركولو سره مېسكيسكو ته لاړو او په بوليويا كښې سياسي عدم استحكام راغلو.








