امريكا او سوئيلي كوريا لوي جنګي مشقونه بېرته پېل كولې شي. د امريكې د دفاع وزير

واشنګټن 04 جنوري (اے پي پي) د امريكې د دفاع وزير مارك ايسپر وئيلي دي چې سوئيلي كوريا سره يو ځائ د لويو پوځي مشقونو پېل كولو لار موجود ده او دا د شمالي كوريا لارښود كم جونګ ان د راتلونكي اقدام سره اړه لري. ده دا خبرې اېم اېس اېن بي سي ټيلي ويژن سره په يوه مركه كښې وكړې. شمالي كوريا سره د دوستانه طرز عمل څرګندونې لپاره …

واشنګټن 04 جنوري (اے پي پي) د امريكې د دفاع وزير مارك ايسپر وئيلي دي چې سوئيلي كوريا سره يو ځائ د لويو پوځي مشقونو پېل كولو لار موجود ده او دا د شمالي كوريا لارښود كم جونګ ان د راتلونكي اقدام سره اړه لري. ده دا خبرې اېم اېس اېن بي سي ټيلي ويژن سره په يوه مركه كښې وكړې. شمالي كوريا سره د دوستانه طرز عمل څرګندونې لپاره د نورو اقداماتو نه علاوه دا مشقونه معطل كړې شوي وو. د امريكې د دفاع وزير ووئيل چې د شمالي كوريا د جوهري پروګرام خاتمه امريكا اوس هم د وړاندې تګ غوره لار ګڼي او شمالي كوريا ته وائي چې د مذاكراتو مېز ته راشي.

مزید خبریں