کیپ ټاؤن 02 جنوری (اے پی پی) د جنوبی افریقې او انګلینډ کرکټ ډلو ترمينځه دويم ټیسټ میچ به د جمعې په ورځ کیپ ټاؤن كښې پيل كېږي۔ كوربه ډلې جنوبی افریقې ته د 4 میچونو په سیریز كښې 1-0 سره وړاندې والې ترلاسه دې۔ سینچورین كښې شوي وړومبي ټېسټ میچ كښې پروټیز انګلینډ له 107 رنزونو سره ماتې وركړې ؤ۔ د دواړه ډلو ترمينځه د سیریز دريم ميچ به 16 نه تر 20 جنوری پورټ الزبتھ دغسې څلورم ميچ به 24 نه تر 28 جنوری جوهانسبرګ كښې كېږي۔