
ډھاکه ۔ 30 دسمبر (اے پی پی) بنګله دېش پریمیئر لیګ كښې نن د نهې په ورځ نور دوه مېچونه كولې شي۔ د لیګ 27 م مېچ كښې به نن د چټاګانګ چېلنجرز او کومیلا واریئرز لوبډلو ترمينځھ مقابله وي۔ د چټاګانګ لوبډله به د امرالقیس او کومیلا واریئرز لوبډله به د ډېوډ ملان په مشرۍ كښی مېدان ته كوزيږي۔ هم په دې ورځ به دوهم مېچ د راجشاهی رائلز او رنګپور رېنجرز ترمينځھ كېږي۔ راجشاهي ته د پاكستاني نوموړي آل راؤنډر شعېب ملك خذمات ترلاسه دي او اېنډرے رسل، روی بوپارہ او محمد عرفان هم ددې د لوبډلې برخه دي