نورسلطان 27 دسمبر (اے پي پي)مينځني آسيا هېواد قزاخستان كښې د جمعې په سهار د مسافرو الوتكه د پیښې ښكار شوې چې په نتيجه كښې يې 14 كسه مړه او 35 ژوبل شوي۔د ابلاغ ذريعو له مخې د قزاخستان فضائي كمپنۍ بيك ايئر وياند مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل د آلماتي هوائې مېدان څخه نور سلطان لپاره پرواز كونكې د مسافرو الوتكه لږ وخت پس په زمكه رالوېدلې چې …
قزاخستان٬آلماتي څخه نور سلطان والا ته تلونكې الوتكه رانسكوره شوه ٬ 14 كسه مړه٬ 35 ژوبل

مزید خبریں
نورسلطان 27 دسمبر (اے پي پي)مينځني آسيا هېواد قزاخستان كښې د جمعې په سهار د مسافرو الوتكه د پیښې ښكار شوې چې په نتيجه كښې يې 14 كسه مړه او 35 ژوبل شوي۔د ابلاغ ذريعو له مخې د قزاخستان فضائي كمپنۍ بيك ايئر وياند مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل د آلماتي هوائې مېدان څخه نور سلطان لپاره پرواز كونكې د مسافرو الوتكه لږ وخت پس په زمكه رالوېدلې چې په نتيجه كښې ئې 14 كسه مړه او 35 ژوبل شوي۔په الوتكه كښې د عملې پنځو كسانو پشمول 93 مسافر ناست وو۔د داخله وزارت له مخې په مړو شوو كښې 6 ماشومان هم شامل دي۔د رېسكيو چارواكو وئېلي دي د 8 ماشومانو پشمول 35 ژوبل شوي كسان ځايې روغتونونو ته منتقل كړې شوي ۔دغسې د یپښې پلټنې روانې دي









