استنبول 26 دسمبر (اے پي پي)د تركيې ختيزې سيمې سره نزدې په تالاب وان كښې د پاكستان٬بنګله دېش او افغانستان كډوالو وړونكې كشتۍ ډوبېدو له امله 7 كسه مړه او 64 كسان ژوندي راويستلي شوي۔د ځايې مېډيا د بټلس والي دفتر څخه جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي پیښه د ځايې وخت له مخې سهار 3 بجې رامخې ته شوې كله چې په غېر قانوني توګه كډوال په كشتۍ كښې …
تركيه٬په وان تالاب كښې د كشتۍ ډوبېدو په پېښھ كښې 7 كسه مړه٬ 64 كسان ژوندي راويستلې شول
استنبول 26 دسمبر (اے پي پي)د تركيې ختيزې سيمې سره نزدې په تالاب وان كښې د پاكستان٬بنګله دېش او افغانستان كډوالو وړونكې كشتۍ ډوبېدو له امله 7 كسه مړه او 64 كسان ژوندي راويستلي شوي۔د ځايې مېډيا د بټلس والي دفتر څخه جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي پیښه د ځايې وخت له مخې سهار 3 بجې رامخې ته شوې كله چې په غېر قانوني توګه كډوال په كشتۍ كښې وان تالاب سره روان وو وئېلي شوي د پیښې د ځاې څخه 5 مړي د د تالاب څخه راويستلې شوي او 2 كسانو په روغتون كښې ساه وركړی خو د ايمرجنسي ريسپانس ډلو او پوليس اهلكارو په وخت كاروائي كولو كښې 64 كسان ژوندي راويستې كوم چې نزدې روغتونونو ته رسولي شوي ۔د يادونې وړ ده وان تالاب د ايران پولې سره نزدې دے چرته چې كډوال باقاعدګۍ سره تركيې او بيا اروپاﺀ ته ځي











