اوګاډوګو 25 دسمبر(اے پي پي)د لوېديځې افريقې د هېواد بركينافاسو په صوم ولايت كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې لږ تر لږه 35 تنه مړه شوي چې پكښې زياتره مېرمنې شاملې دي۔ اولس مشر روچ مارك په يو بيان كښې وئېلي دي چې په دې جارحانه بريد كښې لږ تر لږه 35 وګړي مړه شوي دي چې پكښې زياتره مېرمنې شاملې دي ٬د بركينافاسو په سوم ولايت كښې په …
بركينا فاسو كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې 35 تنه مړه٬د امنيتي ځواكونو په كاروائۍ كښې 60 ترهه ګر وژل شوي
اوګاډوګو 25 دسمبر(اے پي پي)د لوېديځې افريقې د هېواد بركينافاسو په صوم ولايت كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې لږ تر لږه 35 تنه مړه شوي چې پكښې زياتره مېرمنې شاملې دي۔ اولس مشر روچ مارك په يو بيان كښې وئېلي دي چې په دې جارحانه بريد كښې لږ تر لږه 35 وګړي مړه شوي دي چې پكښې زياتره مېرمنې شاملې دي ٬د بركينافاسو په سوم ولايت كښې په يوه پوځي قافله د بريد نه وروستو امنيتي ځواكونو په ځوابي كاروائۍ كښې 60 ترهه ګر وژلي۔ د سېكورټي ذريعو له مخې نامعلومو وسله والو د صوبې په اربدا سيمه كښې په يوه پوځي قافله بريد وكړو چې د دې څخه وروستو د امنيتي ځواكونو په كاروائۍ كښې 60 ترهه ګر وژل شوي دي۔ د كال 2015 څخه په بركينافاسو كښې د شويو ترهه ګرو بريدونو په نتيجه كښې د 700 څخه زيات كسان مړه شوي چې پكښې 200 عسكر هم شامل دي، د دې نه علاوه په زرګونو كسان خپل كور پرېښودلو سره محفوظ ځايونو كښې پناه اخستلې










