اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) پاكستان لپاره د نړيوال مالياتي فنډ استازې ټريسا دابن سانچز د پراختيا فنډ اسانيې له مخې د پاكستان د معاشي كاركردګۍ د وړومبي جاج په اړه غلط فهمې لرې كولو سره وئيلي دي چې د پاكستان مجموعي معاشي كاركردګي د اطمينان وړ ده٬ د ټېكس په وصولې كښې ښه اضافه شوې ده او په تجارتي خساره او خالص غېر ملكي اثاثو كښې بهتري …
د پاكستان مجموعي معاشي كاركردګي د اطمينان وړ ده٬ د ټېكس په وصولې كښې ښه اضافه شوې ده او په تجارتي خساره او خالص غېر ملكي اثاثو كښې بهتري راغلې
اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) پاكستان لپاره د نړيوال مالياتي فنډ استازې ټريسا دابن سانچز د پراختيا فنډ اسانيې له مخې د پاكستان د معاشي كاركردګۍ د وړومبي جاج په اړه غلط فهمې لرې كولو سره وئيلي دي چې د پاكستان مجموعي معاشي كاركردګي د اطمينان وړ ده٬ د ټېكس په وصولې كښې ښه اضافه شوې ده او په تجارتي خساره او خالص غېر ملكي اثاثو كښې بهتري راغلې٬ له بده مرغه د آئي اېم اېف د جاج اخيستنې په راپور په مكمل پوهېدو كښې د غلطې په وجه ځينې غلط فهمې پېدا شوې دي چې وضاحت ئې ضروري دے۔ پاكستان لپاره د نړيوال مالياتي فنډ استازې ټريسا دابن سانچز د اېس ډي پي آئي تر سيوري لاندې د پراختيا فنډ اسانيې له مخې په وړومبي درې مياشتي جاج خبرې كولو سره ووئيل چې په پاكستان كښې د افراط زر شرح مستحكم كېدل پېل شوي دي خو د خوراك څښاك د څيزونو په بيعه كښې اضافه اوس هم د اندېښنې وړ ده۔ هغې ووئيل چې د حكومت د مستحكم پالېسو په نتيجه كښې د اولسي قرض په صورتحال كښې بهتري راغلې او د ماركيټ په شرح تبادله كښې بهترې سره د حكومت د زرمبادله په پانګو كښې په اضافه كښې مرسته شوې۔ هغې ووئيل چې د اېف اے ټي اېف د ګرے لسټ څخه بهر وتلو سره په پاكستان كښې سرمايه كاري آغېزمنه كېدے










