کابل 24 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان په لغمان او بغلان كښې د افغان ملي اردو فضائي عملياتو كښې 8 طالب جنګيالي مړه او 9 ژوبل شوي دي۔ د افغان ملي اردو لخوا د جاري شوي بيان له مخې د افغانستان فضائي ځواك په وړومبي ځل كاروائۍ كښې د ختيز لغمان ولايت د عليشنګ اولسوالۍ په شكرمان دره كښې فضائي كاروائي كړي او دغسې د بغلان ولايت په دهنه …
د افغانستان په لغمان او بغلان ولايتونو كښې فضائي عمليات٬ 8 طالب جنګيالي مړه ٬ 9 ژوبل
کابل 24 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان په لغمان او بغلان كښې د افغان ملي اردو فضائي عملياتو كښې 8 طالب جنګيالي مړه او 9 ژوبل شوي دي۔ د افغان ملي اردو لخوا د جاري شوي بيان له مخې د افغانستان فضائي ځواك په وړومبي ځل كاروائۍ كښې د ختيز لغمان ولايت د عليشنګ اولسوالۍ په شكرمان دره كښې فضائي كاروائي كړي او دغسې د بغلان ولايت په دهنه غوري اولسوالۍ كښې هم د طالبانو ژالې په نښه كړې شوې دې۔ د دې عملياتو په مهال 8 طالب جنګيالي مړه او 9 ژوبل شوي دي۔ بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت وئيلي دي چې په شمالي سرائې پل ولايت كښې د كمانډر پشمول لس طالب جنګيالي د وسلې نه لاس په سر كېدو سره ځپل ځان پوځ ته سپارلې دے










