واشنګټن 21 دسمبر(اے پي پي) امريكې د ايوان نمائندګان او د سېنېټ لخوا په منظور كړې شوي د وفاقي حكومت په مالي اعانت پېكج بل كښې په هندي حكومت ټينګار شوے چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې خپل اقدامات بېرته واخلي. د كشمير مېډيا سروس له مخې كه هر څو دا ياد شوې بل د امريكې د كورنيو معاملو او پالېسو په اړه دے خو په دې كښې د …
هند دې په مقبوضه كشمير كښې خپل اقدامات بېرته واخلي. د امريكائي سناتورانو او د سېنېټ په منظور شوي بل كښې په هندي حكومت ټېنګار

مزید خبریں
واشنګټن 21 دسمبر(اے پي پي) امريكې د ايوان نمائندګان او د سېنېټ لخوا په منظور كړې شوي د وفاقي حكومت په مالي اعانت پېكج بل كښې په هندي حكومت ټينګار شوے چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې خپل اقدامات بېرته واخلي. د كشمير مېډيا سروس له مخې كه هر څو دا ياد شوې بل د امريكې د كورنيو معاملو او پالېسو په اړه دے خو په دې كښې د هند پشمول ځينې نورې غېر ملكي معاملې هم شاملې كړې شوې دي. سناتور كرس وېن هالن د بل منظورېدو په موقع ووئيل چې په بل كښې په هند هم زور وركړے شوے چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې خپل اقدامات بېرته واخلي. دا بل به اوس منظورې لپاره اولس مشر ته لېږلې شي.










