ډيمو کريټك كانديد اولس مشر ټرمپ د امريكائي تاريخ بدعنوانه شخصيت وګرځولو

واشنګټن 20 دسمبر (اے پي پي) امريكا كښې راتلونكې كال په صدارتي ټاكنو كښې د ډېموكرېټك ګوند د ټكټ خوښي لرونكو د 7 كانديد ترمېنځه د مباحثې په مهال د ډېموكرېټك كانديد ټرمپ د امريكې د تاريخ بدعنوانه شخصيت ګرځولې ۔ د امريکې ميډيا له مخې په لاس اينجلس كښې د مباحثې په مهال پخوانې نائب اولس مشر جو بائيډن ووئيل مونږ له د امريكې د اولس مشر د چوكۍ …

واشنګټن 20 دسمبر (اے پي پي) امريكا كښې راتلونكې كال په صدارتي ټاكنو كښې د ډېموكرېټك ګوند د ټكټ خوښي لرونكو د 7 كانديد ترمېنځه د مباحثې په مهال د ډېموكرېټك كانديد ټرمپ د امريكې د تاريخ بدعنوانه شخصيت ګرځولې ۔ د امريکې ميډيا له مخې په لاس اينجلس كښې د مباحثې په مهال پخوانې نائب اولس مشر جو بائيډن ووئيل مونږ له د امريكې د اولس مشر د چوكۍ وقار بحالول دي ٬ ځكه چې مونږ يو ځل بيا په يو ځائ ناستي سره اختلافات كمولې شو۔ سناتوربرني سېنډرز ټرمپ دروغجن ګرځولو سره وئيلي ټرمپ د هېواد خواري كښ طبقه خرڅه كړې ۔ سناتور الزبتھ وارن ټرمپ د امريكې د تاريخ زيات بدعنوانه اولس مشر ګرځولې۔ په مباحثه كښې شريك مني سوټا څخه سناتور اېمي کلوبوچر ووئيل ټرمپ د امريكې بادشاه نه دے٬ هغه د ټرمپ لخوا د سياسي مخالفينو په ضد كاروائۍ لپاره د يوكرائن په اولس مشر په فشار اچولو هم نتقيد كولو سره وئيلې د اولس مشر دا اقدام د كال 1970 لسيزه كښې د اولس مشر نېکسن په دور كښې شوې واټر ګېټ اسټېكنډل سره مماثلت لري۔ د ساؤتھ بېنډ انډيانا ميئر پېټ بټګيګ ووئيل ټرمپ واضحه كړې چې ھغه به په اقتدار كښې پاتې كېدو لپاره د يو كار نه به هم ډډه نه كوي

مزید خبریں