د هند د جعلي وېب پاڼو شبكه په ټوله نړۍ كښې د پاكستان په ضد پروپېګنډا كوي۔ تحقيقي راپور

سرينګر 18 دسمبر (اے پي پي) په بېلجيم كښې يو غېر سركاري تنظيم وئيلي دي چې د هند د جعلي وېب پاڼو شبكه په ټوله نړۍ كښې د پاكستان په ضد پروپېګنډا كوي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې بېلجيم غېر سركاري تنظيم اي يو ډس انفارمېشن لېبب په خپل يو تحقيقي راپور كښې وئيلي دي چې دوي د 65 نه په زياتو هېوادونو كښې د 265 جعلي نيوز وېب پاڼو درك لګولې كوم چې د هند يو شبكې چلول۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې د درې وېب پاڼو د لارې د پاكستان په ضد په ټوله نړۍ كښې پروپېګنډا كولې شي۔