ریاض۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د سعودي عربستنان عدالت منی لانډرنګ کېس كښې 17 كسيزه ډلې ته په مجموعي توګه 72 كاله سزا اورولې ده۔ د دوئي قبضې څخه برآمد كړې شوې رقم ضبط كړې شوې دې۔ د سعودی پبلک پراسیکیوشن يو عهدېدار له مخې د هېواد په بېلو برخو كښې مني لانډرنګ كښې د ككړې 17 كسيزه ډلې په اړه معلومات ترلاسه شوې وو۔ دې ډلې رياض ٬ مكه مكرمه او الشرقيه صوبو كښې خپل نېټ ورك لرلو۔ ددې ډلې يو غړي په نيول كېدو د ډلې د نورو غړو نيولو كښې مرسته ترلاسه شوه او دغسې د ډلې ټول غړي ونيولې شول۔