نيويارك 17 دسمبر (اے پي پي) يونيسف وئيلي دي چې سږ كال افغانستان كښې د تشدد كاروائيو كښې هره ورځ 9 كوچني مړه يا معذوره شوې دي٬ دا كال افغان كوچنيانو لپاره تباه كن ٶ۔ د ملګرو ملتونو د كوچنيانو فنډ يونيسف خپل راپور كښې د دې ټول صورتحال ذمه وار ھغه ټولې ډلې ګرځولې دي د چا د كړكېچونو هلو ځلو له امله چې افغانستان د تېرو څلورو لسيزو …
سږ كال افغانستان كښې د تشدد كاروائيو كښې هره ورځ 9 كوچني مړه شوي٬ دا كال افغان كوچنيانو لپاره تباه كن ٶ۔ يونيسف

مزید خبریں
نيويارك 17 دسمبر (اے پي پي) يونيسف وئيلي دي چې سږ كال افغانستان كښې د تشدد كاروائيو كښې هره ورځ 9 كوچني مړه يا معذوره شوې دي٬ دا كال افغان كوچنيانو لپاره تباه كن ٶ۔ د ملګرو ملتونو د كوچنيانو فنډ يونيسف خپل راپور كښې د دې ټول صورتحال ذمه وار ھغه ټولې ډلې ګرځولې دي د چا د كړكېچونو هلو ځلو له امله چې افغانستان د تېرو څلورو لسيزو راهسې د جنګ مېدان جوړ شوې دې۔ د راپور سرخط ” افغانستان كښې اميد په ځائ ساتل ٬ د نړۍ په زياتې هلاك كوٶنكې شخړه كښې د كوچنيانو تحفظ” دے كښې وئيلي شوې دې چې د كال 2009 نه تر 2018 په مهال د دې جنګولو له امله 6500 افغان كوچنيان مړه شوې دي او نزدې 15000 ژوبل شوې دي٬ راپور كښې وئيلي شوې دي چې په افغانستان كښې 6 لكه كوچنيان او زلمي د خوراك كمبوت سره مخ دي او دغسې بنيادي تعليم ته هم رسنه نه لري۔ د ماشومانو د واده رواج تباه كن دې چرته چې 18 كالو ته د رسېدو نه وړاندې د دوي واده كولې شي۔ دغسې د لكهونو په شمېر ماشومان د سكولونو نه بهر دي










