په ټوله نړۍ كښې دې افغان كډوالو سره مالي مرسته وكړې شي. ملګري ملتونه

جنېوا 15 دسمبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كډوالو كميسون خواست كړے چې د 46 لكه افغان كډوالو او د دوي كوربتوب كوونكو سره دې مالي مرسته زياته كړې شي. د كميسون وياند بابر بلوچ په جنېوا كښې د ملګرو ملتونو په دفتر كښې خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې په جنېوا كښې د دسمبر د 17مې او 18مې نېټې په موقع كېدونكي د كډوالو وړومبي نړيوال فورم په مهال دې د افغان كډوالو په صورتحال تر ټولو وړاندې غور وكړے شي. ده ووئيل چې د دوي د بې كوره كېدو د عمل پېل كېدو نه تراوسه 50 كاله پوره كېدونكي دي. ده ووئيل چې په دې وخت كښې په نړيواله كچه 46 لكه افغانان د كډوالو په توګه ژوند تېروي.