نړيواله ټولنه دې فلسطيني كډوالو سره كړي لوظونه پوره كړي. د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر

ملګري ملتونه 15 دسمبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترس وئيلي دي چې نړيواله ټولنه دې فلسطيني كډوالو سره كړي لوظونه پوره كړي. د فلسطين د اطلاعاتو مركز له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر وياند فرحان الحق په نيويارك كښې يو خبري كنفرنس ته ووئيل چې نړيوالې ټولنې ته به د اونروا په اړه كړي لوظونه پوره كول وي چې دغسې دا ادره خپلې ذمه وارې ترسره كړې شي. فرحان الحق و وئيل چې عمومي سېكتر د ملګرو ملتونو ټولو غړو هېوادونو ته وئيلي دي چې د فلسطيني كډوالو په اړه كړي خپل لوظونه پوره كړي.