مېلبورن ۔ 15 جنوری (اے پی پی) پاكستان آسټرېليا ته په دويم يو ورځنيز مېچ كښې 6 وكټونو سره ماتې وركولو سره د 5 مېچونو سيريز 1-1 سره برابر كړے۔ پاكستان د آسټريليا د 221 رنزونو هدف په 48 م اوو كښې د 4 وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ محمد حفیظ د 72 رنزونو يو په زړه پورې اننګز ولوبولو۔ شعېب ملک 42 رنز جوړ كړل۔ محمد حفيظ مېن آف …
پاكستان آسټرېليا ته په دويم يو ورځنيز مېچ كښې ماتې وركولو سره د 5 مېچونو سيريز 1-1 سره برابر كړے

مزید خبریں
مېلبورن ۔ 15 جنوری (اے پی پی) پاكستان آسټرېليا ته په دويم يو ورځنيز مېچ كښې 6 وكټونو سره ماتې وركولو سره د 5 مېچونو سيريز 1-1 سره برابر كړے۔ پاكستان د آسټريليا د 221 رنزونو هدف په 48 م اوو كښې د 4 وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ محمد حفیظ د 72 رنزونو يو په زړه پورې اننګز ولوبولو۔ شعېب ملک 42 رنز جوړ كړل۔ محمد حفيظ مېن آف دي مېچ وګرځولے شو۔ د تفصيلاتو ترمخه د آسټریلیا کپتان سټیون سمتھ ټاس وګټلو او په خپله ئې اول د بېټنګ پرېكړه وكړه كومه چې غلطه ثابت شوه۔ د آسټريليا ټول ټيم په 48.2 اوورز كښې په 220 رنزو اوټ شو۔ محمد عامر درې ٬ جنېد خان او عماد وسيم دوه دوه او حسن علي او شعېب علي يوه يوه وكټ ترلاسه كړې۔ محمد حفيظ د ښه اننګ په كولو مېج آف دي مېچ وګرځولے شو۔











