اسرائيل خپلو زلمو ته د عربو په ضد د بريدونو ترغيب

مقبوضه بېت المقدس 28 نومبر (اے پي پي) اسرائيل خپلو زلمو ته د عربو په ضد د بريدونو ترغيب وركولو لپاره په يو شمېر ګاډو د نسل پرستۍ نعرې ليكلې دي۔ د اسرائيل پوليس وېنا ده د تل ابيب په شمالي ختيزه جلجوليا سيمه كښې 40 ګاډي ايسار كړې شوي او په ګاډو د عربو په ضد نعرې ليكلې شوي ۔ په يو بس د عربيانو او يهوديانو ترمېنځه د واده كولو په ضد هم نعرې ليكلې شوي چي عربو سره بايد هر ډول اړيكې ختمې كړې شي۔ د دې نه په تېره اوونۍ كښې د فلسطين په 43 كليو او ښارونو بريدونه شوې وو