کابل 28 نومبر (اے پی پی) مينځني افغانستان كښې په دوه امنيتي پوستو بريد او نښتو په نتيجه كښې د افغانستان درې امنيتي اهلكار او 8 طالبان مړه شوې دي۔ ولايتي حکومت وياند سکینه احسانی ووئيل د دایکنډی ولايت نوامش ولسوالۍ كښې د زيارت په ورځ طالبانو په سرما سنګ او کریزك كښې جوړ دوه امنيتي پوستو بريد كړې چې په نتيجه كښې د افغانستان امنيتي ځواكونو ځوابی کارروائی کړې او درې ساعته روانو نښتو په مهال درې امنيتي اهلكار او 8 طالبان وژلې شوې دي دغسې 4 امنيتي اهلكار ژوبل شوې هم دي۔