بیجنګ 28 نومبر (اے پی پی) د چین اولس مشر شی جن پنګ په 27 نومبر ملګرو ملتونو كښې د فلسطین اولس سره د يووالي څرګندونې له د نړيوالې ورځ پھ موقع د مباركۍ پيغام وركړې۔ د چین نشریاتی ادارې له مخې اولس مشر شی جن پنګ د مباركۍ په خپل پیغام كښې وئيلي چې د فلسطین مسئله د مينځني ختيز مرکزی مسئله ده۔ د فلسطین مسئلې كوټلې او منصفانه حل د نړيوالې ورورولۍ په شريكه ګټه دې۔ بايد نړيواله ورورولي د انصاف تحفظ وكړي۔ د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو ” لینډ فار پیس” اصول او په ”دو ریاستی حل” پیش رفت روان ساتل پكار دي او د فلسطین او اسرائیل ترمينځه د امن خبرو اترو بحالۍ له يو ښه چاپيرچل ته اړتيا ده۔