هند ٬ په كانګرا اولسوالۍ كښې د پك اپ ګډې اپوټه كېدو پېښه ٬ 17 كسان ژوبل

نوې ډيلې ۔ 27 نومبر (اے پی پی) د هند هماچل پردېش ولايت په كانګرا اولسوالۍ كښې د اوورلوډډ پک اپ جیپ اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 17 كسان ژوبل شوي دي۔ د هندي خبر رسنې ادارې له مخې د كانګرا ضلعې مشر سپرنټنډنټ ویمکت رنجن وئيلي دي دا پېښه تېره شپه هغه وخت رامخې ته شوه كله چې يو پك اپ كښې د ګنجائش نه زيات كسان ناست وو او هغوي د كانګرا ګهيرا نومې سيمې ته يوه ښادۍ كښې ګډون كولو له روان وو۔ جيپ ډرائيور څخه بې قابو كېدو سره د شاه پور سب ډويژن نيهار كلي ته نزدې اپوټه شو چې په نتيجه كښې ئې د 4 كوچنيانو او 4 مېرمنو په شمول 17 كسان ژوبل شول كومو كښې چې دوه سخت ژوبل شوي نزدې روغتون ته ورسولې شول۔ د ژوبل شوو كسانو تعلق کوتھارنا، درینی او کانول كليو سره ښودلې شوې