د اومان پارلمانی پلاوې د پاکستان څلور ورځنۍ دورې نه پس هېواد ته ستون شو

اسلام آباد 14 جنوری (اے پی پی) د سټيټ کونسل آف اومان صدر ډاکټر یحی محفوظ سلیم المنطهری په مشرۍ كښې د اومان پارلمانی پلاوي د پاکستان څلور ورځنۍ دورې نه پس د خالي پھ ورځ خپل هېواد ته ستون شو۔ د سېنېټ دوهم چیئرمېن مولانا عبد الغفور حیدری،د سېنېټ سیکتر امجد پرویز ملك او د سېنېټ سیکټريټ افسرانو پلاوي د اسلام آباد نړيوال هوائي ميدان څخه رخصت كړو۔ د …

اسلام آباد 14 جنوری (اے پی پی) د سټيټ کونسل آف اومان صدر ډاکټر یحی محفوظ سلیم المنطهری په مشرۍ كښې د اومان پارلمانی پلاوي د پاکستان څلور ورځنۍ دورې نه پس د خالي پھ ورځ خپل هېواد ته ستون شو۔ د سېنېټ دوهم چیئرمېن مولانا عبد الغفور حیدری،د سېنېټ سیکتر امجد پرویز ملك او د سېنېټ سیکټريټ افسرانو پلاوي د اسلام آباد نړيوال هوائي ميدان څخه رخصت كړو۔ د سټيټ کونسل آف اومان صدر ته د سېنېټ چیئرمېن میا رضاربانی د پاکستان دورہ بلنه وركړې وه۔پاکستان كښې د خپلې دورې په مهال پلاوي د اولس مشر ممنون حسین،وزیر اعظم نواز شریف، سېنېټ چیئرمین رضا ربانی، د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز،نورو سیاسی لارښودو سره ملاقاتونه كړي۔ د ملاقاتونو په مهال د اومان پلاوي او د سېنېټ پارلمانی فرینډشپ ډلې جوړولو ته سلا راغلې او د پارلمانونو ترمينځه رابطو ته ودې وركولو په اړه ئې په لوظنامه لاس ليك وكړو۔ د سېنېټ دوهم چیئرمین ووئيل سی پیك سره به نه يواځې پاکستان بلکه ټولې سيمې له د اقتصادی سوكالۍ لاره پرانستلې شي۔ ده ووئيل بايد اومان د دې اقتصادی پروژې څخه ګټه پورته كړي۔

مزید خبریں