چين او امريكې د وړومبي پړاؤ تجارتي لوظ نامې لپاره ټېليفوني تماس نيولې

بيجنګ 26 نومبر (اے پي پي) چين او امريكې د وړومبې پړاؤ تجارتي لوظ نامې لپاره خبرې اترې روانې كړې دي٬ تېره ورځ د چين او امريكې اعلٰی مذاكراتي نائيبين ټېليفوني تماس نيولې۔ دوي په دې مهال د دې عزم څرګندونه وكړه دواړه هېوادونه به د لوظ نامې نورو معاملاتو حل لپاره يو بل سره مسلسل په رابطه كښې وي۔ د ذريعو له مخې د چين اعلٰی مذاكراتي كار نائب وزيراعظم ليوهي د امريكې خارجه وزير سټيون منچين او تجارتي اعلٰی استازي رابرټ د ټېليفوني تماس نيولو په مهال په خبرو كښې دواړو ډلو د يو بل بنيادي اندېښنو چارو په اړه په حل كولو تبادله وكړه۔ اړوندې چارې مناسب ډول حل كولو او په فيز ون لوظ نامه مشاورت كښې پاتې چارو خبرې اترې روان ساتلو ته سلا شوې