کابل ۔ 25 نومبر (اے پی پی) د مېرمنو په ضد د تشدد ختمولو نړيوالې ورځې مناسبت سره د افغانستان د بشري حقونو كمېشن يو راپور جاري كړې دې كوم كښې چې وئيلي شوي دي چې هېواد كښې مېرمنې او انجونې په كم عمر كښې د ودونو نه واخله تر وهلو ټكولو هر ډول ذهني او بدني تشدد سره مخ دي۔ د روان كال اولنو 7 مياشتو كښې په مېرمنو د شوي تشدد 2762 پېښې راپور شوې۔ د چين خپرونې ادارې له مخې د افغان ښځينه خبريالو حفاظتی مرکز ډائرېکټرې نېک زاد وېنا وه چې ددې مسئلې سبب نه يوازې پخواني ناوړه رسمونه دي بلكې هېواد كښې د ترهګرۍ مخ په زياتېدونكې كارروائۍ هم دي۔ د کمزوري حکومت د بدعنوانو او د امن بحالولو كښې د ناكامۍ لامله ټولنه كښې د تحفظ نشتوالي احساس زياتېږي او دا نفسياتي فشار هم د مېرمنو په ضد د تشدد لويې سبب دے