پخوا د سركاري املاك په سمه توګه نه كارول مجرمانه غفلت ٶ

APP77-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan speaking during Secretary-General’s Climate Action Summit at UN Headquarters. APP

اسلام آباد 07 نومبر(اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پنجاب كښې سركاري زمكې د اولس خېرښېګړې لپاره د كارولو په لړ كښې د پنجاب كوآپرېټو بورډ فار ليكوډېشن تر سېوري لاندې يوه غونډه وشوه۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې غونډه كښې د قانون وزير ډاکټر فروغ نسيم، د پنجاب اعلٰې وزير سردار عثمان بزدار، كوآپرېټيو لپاره صوبائي وزير مهر محمد اسلم بھروانه، د پنجاب د قانون وزير محمد بشارت راجه، د پنجاب چيف سېكتر يوسف نسيم کھوکھر او نور سينئر افسرانو ګډون كولو۔ وزيرِاعظم ته پنجاب كښې د سركاري املاك اولسي خېرښګړې له د كارولو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ د لېكوډيشن لپاره پنجاب كواپېټيو بورډ (پي سي بي اېل) چيئرپرسن بشرې امان ادارې په ملكيت كښې د املاك په اړه وزيراعظم ته ووئيل شول پي سي بي اېل په خپل ملكيت كښې 293 املاك لري چې پكښې زرعي ٬ كمرشل او د استوګنې جائېدادونو پشمول 98 املاك نيلامۍ لپاره دي چې ماليت كښې د كهربونو روپو دے ٬ د نور املاك پحقله مقدمات بېلا بېلو عدالتونو كښې روان دي ۔ وزيراعظم ته ووئيل شول پي سي بي اېل نوې انتظاميې په تېرو 6 مياشتو كښې د اربونو روپو املاك د قبضه ګرو نه خلاص كړې۔ وزيرِاعظم عمران خان غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل په يو داسې هېواد كښې چرته چې د معيشت او وسائلو لويه برخه د بهرني قرض وركولو لپاره خرڅ كېږي هلته پخوا سركاري املاك نه كارول مجرمانه غفلت ٶ٬ اوسنې حكومت د پاليسۍ په توګه سركاري املاك (ډېډ اېسټ) اولسي خېرښګړې له كارولو لپاره عزم لري٬ دې څخه ترلاسه آمدن به معاشي عمل ګړندې كولو او د ملازمت موقعې راپېدا كولو لپاره خرڅ كولې شي۔ وزيرِاعظم د پي سي بي اېل انتظاميې او د پنجاب قانون وزير ته امر وكړٶ چې د ادارې املاك د مقدمو زر تر زره پرېكړې كولو لپاره هڅې وكړي او په دې لړ كښې ټول ضروري اقدامات وكړې شي۔ وزيرِاعظم عمران خان ووئيل په زيات سخت وخت كښې مو حكومت سنبهال كړې٬ د معيشت بهترۍ لپاره سختې پرېكړې كول ضروري وې او د دغې اقداماتو په زړه پورې نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي او نن د هېواد په معيشت كښې استحكام راغلې۔ ده ووئيل اولس ته ريليف وركول ٬ معاشي عمل تندول او په خاص توګه ځوانانو لپاره د ملازمت موقعې راپېدا كولو لپاره به هلې ځلې لا ګړندې كول وي