د نيوزي لېنډ او انګلېنډ ترمينځه درېم ټي ټونټي كركټ مېچ نن كولې شي

وېلنګټن ۔ 04 نومبر(اے پی پی) د نیوزی لېنډ او انګلېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځه د 5 ټي ټونټي مېچونو سيريز درېم مېچ نن د نهې په ورځ نېلسن كښې وېلنګټن كښې كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ سيريز تردې دمه 1-1 سره برابر دې۔ مېلمه لوبډلې په اولني ټي ټونټي مېچ كښې كوربه لوبډلې ته 7 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ په دوهم مېچ كښې نيوزي لېنډ پياوړې كم بېك كولو سره انګلېنډ ته 21 سره ماتې وركړه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سيريز درېم مېچ به نن د نومبر په 5 مه نېټه نیلسن، څلورم په 8 مه نېټه نیپئر او پنځم او وروستې ټي ټونټي مېچ په 10 مه نېټه آکلېنډ كښې كولې شي۔ دې څخه وروستو به يو څلور ورځنې ټور مېچ كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د دوه ټېسټ مېچونو سيريز اولنې مېچ به 21 څخه تر 25 نومبر مونټ مونګنوئی او دوهم او وروستې ټېسټ مېچ به 29 نومبر څخه تر 3 دسمبر هملټن كښې كولې شي