د هند او بنګله دېشن ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي مېچ (سبا) كېږي

نوے ډيلے 01 نومبر (اے پي پي) د هند او بنګله دېشن كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي مېچ (سبا) د اتوار په ورځ په نوې ډيلي كښې كېږي۔د دواړو كركټ لوبډلو ترمېنځه به درې ټي ټٶنټي انټرنېشنل مېچونه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه درېم مېچ به په 7م نومبر راجكوټ او آخري مېچ به په لسم نومبر په ناګپور كښې كېږي۔