ډھاکه ۔ 23 اکتوبر (اے پی پی) د بنګله دېش كركټ لوبډله راروانه مياشت د هند دوره كوي چرته به چې هغه درې ټی 20 نړيوال او دوه ټېسټ مېچونو سيريز كښې برخه اخلي۔ د هند او بنګله دېش ترمينځھ د ټي 20 نړيوال سيريز اولنې مېچ به د نومبر په 3 مه نېټه دهلي كښې كولې شي۔ دوهم مېچ به په 7م نومبر راجكوټ او درېم په 10 نومبر ناګپور كښې كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سيريز اولنې ټېسټ به د نومبر 14 مې نېټې څخه تر 18 مې نېټې انډور او دوهم د نومبرې 22 مې نېټې څخه تر 26 مې نېټې كولكته كښې كولې شي