د بنګله دېش د كركټ انډر 16 لوبډله به ﴿نن﴾ پېنډې ته راځي

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د بنګله دېش د كركټ انډر 16 لوبډله به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ پېنډې ته راځي۔ د بنګله دېش لوبډله به د پاكستان په ضد درې ورځني او يو ورځني مېچونه كوي۔ سېريز به د اكتوبر د 25مې نېټې نه پېل كېږي او د نومبر تر 8مې نېټې به روان وي۔ دا دوره هېواد كښې د نړيوال كركټ بحالې پلو يو بل قدم دے۔ د دې څخه وړاندې د پاكستان انډر 16 لوبډلې سږ كال په اپرېل او مئي كښې د بنګله دېش دوره كړې وه۔