په قامي ټي 20 كپ كښې به ﴿نن﴾ دوه مېچونه كېږي

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ ﴿پي سي بي﴾ تر سيوري لاندې په قامي ټي 20 كپ كښې به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ د قامي ټي ټونټي ټورنامنټ لوبې په اقبال سټېډيم فېصل آباد كښۍ روانې دي۔ د ټورنامنټ 14م مېچ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د سېنټرل پنجاب او د خېبر پښتونخوا لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ د ټورنامنټ 15م مېچ به د بلوچستان د ناردن لوبډلو ترمېنځه په دې ورځ كېږي۔ د ټورنامنټ د سيمي فائنل مېچونه به د اكتوبر په 23مه او فائنل مېچ به د اكتوبر په 24مه نېټه كېږي