ايتهنز 21 اکتوبر (اے پي پي) روس د سوكا نړيوال كپ 2019م چېمپئن جوړ شو۔ د سوكا نړيوال كپ په فائنل كښې د روسيې لوبډلې د پولېنډ لوبډلې ته ماتې وركولو سره نړيوال كپ وګټلو۔ د روسيې لوبغاړو رامازانو دوه او پاؤلو هم دوه ګولونه كولو سره د خپلې لوبډلې په بريا كښې مهم كردار ترسره كړې۔ د دې څخه وړاندې د روسيې لوبډلې په سېمي فائنل مېچ كښې د يونان كوربه لوبډلې ته ماتې وركړې وه۔