زمونږ تږ لاره پرمختګ او سوكالي باوري كول دې ،وزیر اعظم

سکھر 06 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي زمونږ تږ لاره پرمختګ او سوكالي باوري كول دي، پاکستان د رڼاګانو پلو مخ په وړاندې روان دے ٬څوك چې تيارو پلو د تللو هڅه كوي قام د هغوي ھڅې رد كړې دي ' اولس غواړي چې د پاکستان څخه تيارې 'بې روزګاري 'جهالت او غريبي ختمه شي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده جمعې په ورځ د …

سکھر 06 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي زمونږ تږ لاره پرمختګ او سوكالي باوري كول دي، پاکستان د رڼاګانو پلو مخ په وړاندې روان دے ٬څوك چې تيارو پلو د تللو هڅه كوي قام د هغوي ھڅې رد كړې دي ‘ اولس غواړي چې د پاکستان څخه تيارې ‘بې روزګاري ‘جهالت او غريبي ختمه شي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده جمعې په ورځ د کراچۍ لاهور موټروے ملتان سکھر سېکشن د بنیاد تيګې اېښودو نه په پس يوې اولسي غونډې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ د سندھ وزیراعلیٰ سید قائم علی شاہ، دوهم وزير عبدالحکیم بلوچ، د مسلم لیګ (ن) سندھ صدر محمد اسماعیل راهو، سناتور نهال هاشمی او نور هم پھ دې مهال موجود وو ۔ وزیراعظم د پاك چین اقتصادی راهدارۍ، موټرویز پشمول د لويو لويو پرمختيائي پروژو ذکر کولو سره ووئيل د دې پروژو په نتيجه كښې به د هيواد رغونې او پرمختګ له مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئيل تنقید کونكو ته د دغه پروژو د اهميت اندازہ نشته ‘ زمونږ مخالفین غواړې چې دا پروژې ولې روانې دې او نواز شریف دا پروژې ولي پېل كوي او پھ څه نه څه توګه د پرومختګ په لاره كښې د خنډانو راولاړولو هڅه كوي’۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ ايجنډا خو د هيواد او اولس پرمختګ او سوكالي باوري كول دي ‘ مونږ له چې د خه لپاره مینډيټ راكړے شوے هغه به ترسره كوو۔

مزید خبریں