اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) پنځم چيف آف دي نېول سټاف اوپن شوټنګ چېمپئن شپ كراچې كښې پېل شو۔ دا چېمپئن شپ به د ستمبر د 23مې نېټې نه د ستمبر تر 29مه نېټې په پاكستان نېوي شوټنګ رېنج كراچې كښې روان وي۔ د پاك بحريه وياند له مخې په چېمپئن شپ كښې د پاك بحريه٬ ايئر فورس٬ سندھ٬ پنجاب٬ بلوچستان٬ خېبر پښتونخوا٬ اېچ اي سي٬ واپډا٬ اېف آر اے او د اے اېس اېف لوبډلې ګډون كوي۔ دا چېمپئن شپ د نېشنل رائفل اېسوي اېشن تر سيوري لاندې كېږي