د شنګھائي ماسټرز ټېنس ټورنامنټ به اكتوبر كښې پېل كېږي

بيجنګ 20 ستمبر (اے پي پي) د شنګھائي ماسټرز ټېنس ټورنامنټ يوولسم اېډيشن به د اكتوبر په 5مه نيټه شنګهائي كښې پېل كېږي٬ په دې لړ كښې د ون يونټ كاميابۍ لپاره انتظامات روان دي٬ ټورنامنټ كښې به د نړۍ نوموړي لوبغاړي برخه اخلي۔ جام كښې به د سربيا د ټېنس نړيوال لمبر ون لوبغاړې نووېك جوكووچ د خپل ټائټل دفاع كوي۔ جام لپاره 83 لكه 22 زره امريكائي ډالره انعام اېښودې شوې۔ ټورنامنټ به په 13م اكتوبر پائې ته رسيږي