پاك سمندري پوځ له د جوړ كړې شوي دوهم 2300 ټن وزنی جنګی جهاز (کاروېټ) رومانيه كښې لانچنګ، دستوره كښې چیف آف سټاف ( پرسنل) وائس اېډمرل اطهر مختار خاص مېلمه وو

اسلام آباد ۔ 3 ستمبر (اے پی پی) پاك سمندري پوځ له جوړ كړې شوې دوهم 2300 ټن وزنی جنګی جهاز (کاروېټ) رومانيه كښې لانچ كړې شو، دستوره كښې د سمندري ځواك چیف آف سټاف ( پرسنل) وائس اېډمرل اطهر مختار خاص مېلمه وو۔ د پاك سمندري ځواك وياند لمخې کاروېټ نوې ټېكنالوجۍ سره مزين ٬ د منځوماني سائز او وزن جهاز دې كوم چې د سېكورټي پټرول په شمول …

اسلام آباد ۔ 3 ستمبر (اے پی پی) پاك سمندري پوځ له جوړ كړې شوې دوهم 2300 ټن وزنی جنګی جهاز (کاروېټ) رومانيه كښې لانچ كړې شو، دستوره كښې د سمندري ځواك چیف آف سټاف ( پرسنل) وائس اېډمرل اطهر مختار خاص مېلمه وو۔ د پاك سمندري ځواك وياند لمخې کاروېټ نوې ټېكنالوجۍ سره مزين ٬ د منځوماني سائز او وزن جهاز دې كوم چې د سېكورټي پټرول په شمول بېل آپرېشنز له كارولې شي۔ وائس اېډمرل اطهر مختار ووئيل ددې جهازونو شموليت سره به د پاك سمندري ځواك د هېواد سمندري پولو دفاع او جنګي صلاحيتونو كښې لا زياتوالې وشي۔ خاص مېلمه د جهازونو تيارۍ كښې د ډامن شپ يارډ (رومانیه) مرستې او پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه