امریکا دې سيمه كښې د طاقت توازن په ځائې وساتي ، د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز

اسلام آباد 05 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز وئيلي دي پاکستان امریکې ته په ډاګھ كړې چې سيمه كښې د طاقت توازن په ځائې وساتې۔ پاکستان د 8 اېف سوله الوتكو اخستو په معامله امریکې سره اوس هم په تماس كښې دے ٬ مونږ سره نور آپشنز هم شته۔ پاکستان اېف سوله الوتكو اخستو له د 70کروړه ډالرو بل پخپله وركوي۔