د پاکستان كركټ لوبډلې بد ترین منفي رېكارډ جوړ كړو

مېلبورن 30 دسمبر (اے پي پي) پاکستان كركټ لوبډله هم د ټېسټ كركټ په تاريخ كښې بد ترين منفي رېكارډ په خپل نوم كړې په وړومبي اننګز كښې د 400 نه زيات رنز كولو باوجود ماتي سره مخ كېدونكې د نړۍ درېمه لوبډله جوړه شوې۔ دا د ټېست كركټ په تاريخ كښې پنځمه موقع ده چې په وړومبي اننګ كښې د 400 نه زيات رنز جوړولو باوجود مېچ بېللې۔ پاکستان …

مېلبورن 30 دسمبر (اے پي پي) پاکستان كركټ لوبډله هم د ټېسټ كركټ په تاريخ كښې بد ترين منفي رېكارډ په خپل نوم كړې په وړومبي اننګز كښې د 400 نه زيات رنز كولو باوجود ماتي سره مخ كېدونكې د نړۍ درېمه لوبډله جوړه شوې۔ دا د ټېست كركټ په تاريخ كښې پنځمه موقع ده چې په وړومبي اننګ كښې د 400 نه زيات رنز جوړولو باوجود مېچ بېللې۔ پاکستان د اسټراليا په ضد مېلبورن ټېسټ كښې په وړومبي اننګز كښې 443 رنز جوړولو سره اننګز ډېكلېئر كړې ٶ خو د دې باوجود ماتي سره مخ شوې۔ اسټراليا په وړومبي اننګز كښې په 8 لوبغاړو 624 رنزونه جوړولو سره اننګز ډېكليئر كړې او د دې په ځواب كښې په دوېم اننګز كښې د پاكستان ټول لوبغاړي په 163 رنز آٶټ شول او د كركټ په تاريخ كښې بدترين ماتي سره مخ شو۔ د يادونې وړ ده چې انګلېنډ درې ځله ٬ سري لنكا او پاكستان يو ځل دا ډول ماتي سره مخ شوې

مزید خبریں