د پارلمان غړو له دې د هغوې د پرمختيائي سكيمونو په حقله بشپړ معلومات وركړې شي۔

اسلام آباد 05 مئی (اے پی پی) د پټرولیم او قدرتی وسېلو وفاقی وزیر شاهد خاقان عباسی د سوئی ناردرن ګاز پائپ لائن لمیټډ منیجنګ ډائریکټر ته سپارښتنه كړې ده چې د پارلمان غړو له دې د هغوې د پرمختيائي سكيمونو په حقله بشپړ معلومات وركړې شي او كه د كمپنۍ كوم اهلکار د وظيفې ترسره كولو په مهال مړ شي نو د هغه له معاوضه وركول دې په سمدستي توګه باورې كړې شي۔ د زيارت پھ ورځ قامی اسمبلۍ قائمه کمېټۍ غونډې په مهال غړو دا معامله پورته كړه چې مونږ له د ګاز سکیمونو په اړه د اړوند ریجنز منیجران سم معلومات نه راكوي