بلاول صاحب! ستاسو د جمهوریت مطلب لائسنس ټو کرپشن دے، قام ستاسو د كرپشن سياست نه دې هېر كړې

اسلام آباد 08 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي بلاول صاحب! ستاسو د جمهوریت مطلب لائسنس ټو کرپشن دے، قام ستاسو د كرپشن سياست نه دې هېر كړې، د جمهوریت په نامه دوو كورنيو موروثی سیاسی آمریت ته وده وركړي، عمران خان څخه تکلیف په دې خبره لرې چې هغه حقیقی عوامی راج قائم کړې۔ د ګل په ورځ خپل يو ټويټ كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د پاکستان تحریك انصاف حکومت د این اېف سی ترمخه د تير مالي كال په مقابل كښې سږ كال سندھ له نزدېً 200 اربه روپۍ زياتې وركړې ۔دې ووئيل بجټ يواځې د پاکستان اولس او د هغوي د خېر ښېګړې لپاره دے، د عمران خان مخالفين دې دا هېره كړي چې بجټ څخه به قلنګ واخلي يا منی لانډرنګ او د هنډۍ د لارې به ئې بهر ولېږي۔