د كورنيو چارو وفاقي وزير سره د اېران سفير مهدي هنر دوست وليدل

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي﴾ د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره د اېران سفير مهدي هنر دوست په پنجاب هاؤس كښې د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او اېران په اړيكو او په بېلا بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته خبرې وشوې۔ په دې موقع د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د امن او امان په لار كښې د خنډ پېدا كوونكو او د منطقې غېر مستحكم كوونكو عناصر په ضد په ګډه د هڅو كولو ضرورت دے۔