د نيوزي لېنډ او د بنګله دېش ترمېنځه د كركټ وړومبې يو ورځنې مېچ به د دسمبر په 26مه نېټه كېږي

كرائسټ چرچ 12 دسمبر (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او د بنګله دېش ترمېنځه د كركټ د دريو مېچونو په سېريز كښې وړومبې يو ورځنې مېچ به د دسمبر په 26مه نېټه په كرائسټ چرچ كښې كېږي۔ د خبر له مخې د بنګله دېش د كركټ لوبډله د نيوزي لېنډ په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد درې يو ورځني مېچونه لوبوي۔ دويم مېچ به د دسمبر په 29 او دريم مېچ به د دسمبر په 31مه نېټه كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه به د ټي ټونټي او ټېسټ سېريز هم كېږي۔